ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د څه باندې ۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت هنګرونو جوړولو پروژه پرانیستل شوه

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د ۷۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګرونو جوړولو پروژه پیل شوه.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید د یوه د پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د ۷۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژه پرانیسته.

د دې پروژې په پرانيستغونډه کې، چې ولایتي مسولینو هم ګډون کړی وو، د ګمرکونو او عوایدو مرستیال وویل؛ مالیې وزارت تل هڅه کوي چې سوداګرو ته لازممې اسانتیاوې برابرې کړي، نو ځکه ئې په همدې موخه په ګمرکونو کې ګڼې پروژې پلي کړي دي او په راتلونکي مالي کال کې به نورې ګټورې پراختیایي پروژې هم پلي کړي.

 د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي.