د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د یاد وزارت د کیفیت تضمین د مرستیال مولوي عبدالخالق صادق او ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان په ملتیا، غزني ولایت ته سفر کړی.
د پوهنې وزیر او ورسره مل ټیم یې د یاد ولایت د پوهنې له رییس مولوي میر نصیر احمد حسیني او نورو مسولینو سره لیدنه کړې او د پوهنې اړوند یې په ځینو موضوعاتو خبرې کړي.
د غزني ولایت پوهنې رییس مولوي حبیب الله اغا او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د یاد ریاست د لاسته راوړنو په اړه یې لنډ راپور د پوهنې وزارت مشرتابه ته وړاندې کړی.
نوموړي ویلي، د هېواد د ماشومانو سالمه روزنه یو لوی او ارزښتناک مسولیت دی.
ورپسې مولوي حبیب الله اغا د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسولینو هڅې او کړنې ستایلي او هغوی یې هڅولي، تر څو په لا زیاتې ژمنتیا سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي او په دغه ولایت کې د پوهنې د لا پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
همداراز د پوهنې وزیر د خپل کاري سفر د اجنډا له مخې، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ ته سفر کړی او د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مدارسو او دارلایتامونو څخه د لیدنې پر مهال یې له مسولینو او مدرسینو سره په لیدنه کې، د مدرسینو ستونزې او وړانديزونه اوریدلي او د يادو ستونزو د هواري په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه کړې.
د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې مسولینو او د یادې ولسوالۍ د ښوونیزو مرکزونو مسولینو د پوهنې وزیر له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړې او د هېواد بچیانو د روزنې په برخه کې یې په اسلامي او ملي روحیه ټینګار کړی.