د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ د المپیک کمېټې، بدني روزنې او روزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، فني او مسلکي رییس حمید الله صافي، د هرات ولایت ورزشي مسولینو او د فوټبال فدراسیون د استازو په شتون کې پيل شوې.

په دغو سیالیو کې د هرات صرافانو، د کابل جوانان پيروزي، ننګرهار جلال اباد کلب، هرات هارون پوپل او د یاران نور لوبډلو ګډون کړی دی.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هرات صرافانو او د کابل جوانان پيروزي لوبډلو ترمنځ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د افغانستان اتلان څلورم پړاو لیګ ته د لومړي او دویم مقام لوبډلو لاره پيدا کول دي.