ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اداري کمیسیون غونډه کې د امارتي شرکتونو او کابل ښاروالۍ په اړوند موضوعات خبرې شوې

د اداري کمېسيون غونډه د ريیس‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې، د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

همدا راز، د امارتي شرکتونو رياست او کابل ښاروالۍ اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.