د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع له مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې د هېواد د پرمختګ د خلکو په هڅو ممکن دی.
مولوی عبدالسلام حنفی په دې کتنه کې له ټولو هېوادوالو یې ځمکنۍ بشپرتیا او نظام د دفاع لپاره و دیووالي او ګډ کار غوښتنه کړې ده.
ښاغلي حنفي په دې کتنه کې زیاته کړې ده چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه د افغان ملت په خدمت کې دی.
له بلې خوا، د اهل تشیع مشرانو په هېواد کې د ډاډمن امنیت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، په افغانستان کې د ثبات او ارامۍ پیاوړتیا لپاره د هېوادوالو هڅې اړینې بللي دي.
هغوي زیاته کړې ده، چې د وروستیو کلونو په جګړو کې د افغانستان زیربناوې شدید زیانمنې شوې او افغان ملت ډېر زیانونه اوښتي دي.
دهغوی په وینا، اوس خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هېواد د آبادۍ مرحله رسېدلې ده، نو لازمه ده چې دایمي یووالي ته ځانګړې پاملرنه وشي.