ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې ۲۸۸ نوي جوړ شوي کورونه زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شول

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، د دغې ټولنې له لوري جوړ شوي ٢٨۵ کورونه د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ په شکر اب، بند افضل او سنګ کوتل سيمو کې او ۳ کورونه په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله‌ځپلو کورنيو وسپارل شول.

د دې ټولنې لوی رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور د کورونو وېش په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، د ټول هېواد په کچه د پېښ‌ځپلو، اړمنو، ناچارو، بې سرپرسته کورنيو او ناروغانو لاسنيوى د دې ټولنې مسولیت دی او هر کارکوونکى یې په پوره ايماندارۍ او بشپړ اخلاص د هېوادوالو خدمت ته چمتو دی.

د یاونې وړکر دی، چې په هرات کې د تېرکال په زلزله‌ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ګن شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول او زرګونه کورونه ویجاړ شول.