د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق اللّٰه عزيزي په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او د هغه له مرستیال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي عتیق اللّٰه عزيزي د جاپان او افغانستان ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکي نه هیریدونکې بللي او ویلي يي دي؛ جاپان د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه کې زیاتې هڅې کړي او د ګڼو رغنیزو پروژو څخه یې مالي ملاتړ کړی، د جاپان د ترسره کړيو خدمتونو د ستاینې او قدردانۍ ترڅنګ هیله لرو د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې هم پراخه ونډه واخلي.
د کلتور او هنر مرستیال یو شمېر هغه تاریخي سیمې او ابدات هم چې په عاجله توګه ترمیم او استحکام ته اړتیا لري، په ګوته کړل.
د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي؛ مونږ د تاریخي او فرهنګي میراثونو په برخه کې د اطلاعاتو کلتور وزارت هڅې وینو او ستاینه یې کوو، که دغه تګلاره او هوډ همداسې جریان ولري، لرې نه ده، چې نړیواله ټولنه به هم له افغانستان سره په فرهنګي برخو کې مرستو او همکاریو ته را وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه توکیو کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړو، تر څو د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب او رغونې برخو ته د نړیوالو ذهنیت جوړ او جلب کړو.
تاکایوشي کورومیا ویلي، جاپان هېواد فرهنګي موضوعات او اړتیاوې له سیاست سره تړلي نه بولي او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ کوي.