ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ژوند د لومړنیو اړتیاوو نه شتون له امله د غزې اوسېدونکي له تدریجي مړینې سره مخ دي

غزه کې د صهیونیستي رژیم وحشتونو او پر دوی د ژوند د لومړنیو پرې کولو د غزې اوسېدونکي له سختیو او ستونزو سره مخ کړي.

تازه د اشغال شوې فلسطیني سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) مشر جنتن ویټال ویلي؛ د غزې اوسېدونکي که د بمونو او مرمېو له امله شهیدان نه شي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د نشتون له امله یې په تدریجي ډول خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ښاغلي ویټال زیاته کړې؛ د غزې وګړي د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو، وحشت او ظلم له لاسه داسې احساس کوي لکه د مرګ سزا ته چې په تمه وي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزې تړانګې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهېسې تراوسه څه‌باندې ۴۳ زره او ۵۰۰ تنه شهیدان او له سل زرو زیات نور ټپیان شوي دي.