ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د جګړې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د غزې ملکي وګړو د وژلو پر وړاندې د اشغالګرو اسرائیلو ښکاره بې پروايي په داسې حال کې غندلې، چې د دې ادارې په یو تازه راپور کې ښودل شوې، چې نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

په یاد راپور کې د اسرائیلو له لوري روانه جګړه له نړېوالو بشري قوانینو څخه سیستماتیکه سرغړونه بللې.

یاده اداره وروسته له هغې غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو په اړه راپور ورکوي، چې پر غزه د اشغالګرو اسرائیلو څه باندې یو کلن یرغل کې شاوخوا ۴۳ زره فلسطینان شهیدان او څه‌باندې ۱۰۲ زره نور یې ټپیان شوي، چې تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز دې جګړه کې د غزې ۶۰ سلنه زېربناوې هم د اشغالګرو له لوري له منځه وړل شوې، چې له کبله یې په میلیونونو فلسطینیان کډوال شوي دي.