ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور: اسلامي امارت هڅه کوي څو افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د بیات پاور له عمومي رییس علي قاسمي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او په شبرغان کې د ۴۰ میګاواټه پاور پلانټ د قرارداد د غځولو او پراختیا په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

په دغه لیدنه کې علي قاسمي په شبرغان کې د ۴۰ میګاواټه پاور پلانټ د قرارداد د غځولو او تر ۱۰۰ میګاواټه یې د پراختیا مسله د اوبو او انرژي له وزیر سره شریکه او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، مونږ غواړو افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان بسیا او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

نوموړي زیاته کړې، د شبرغان د ۴۰ میګاواټه پاورپلانټ د قرارداد د غځولو لپاره څلور اړخیزې ناستې ته اړتیا ده، ترڅو دغه مسله په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.