ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت بلوچستان کې وروستۍ چادونه غندلې

د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم‌ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندلې.

یاد وزارت د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

په یاده چاودنه د بلوچستان مرکز کویټې ښار د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې، چې له امله تر ۲۰ زیاتو کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې اورګاډي غوښتل له کویټې څخه د پېښور پر لور حرکت وکړي.