ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبير: له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي تعامل ورځ تر بلې په زیاتېدو دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په سپېدار ماڼۍ کې د لوګر ولایت له یو شمېر مسولینو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

د دې په پيل کې یادو مسولینو په لوګر ولایت کې د بېلا بېلو ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او د دې ولایت په کلتوري، اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې رڼا اچولې

یادو مسولینو ویلي، په دې ولایت کې د ځوانانو او مسولینو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او ولسونه له ځايي ادارو سره همکار دي.

دوی زیاته کړې، لکه څرنګه چې په تېر ۲۰ کلن جهاد کې ځوانانو بیسارې قربانې ورکړې اوس هم د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

مسولینو دغه راز د ځوانانو د بېکارۍ، برېښنا، پراختیایي پروژو، د سړکونو او ښوونې او روزنې په برخو د دې ولایت ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د مسولینو او ځوانانو له معلوماتو د مننې ترڅنګ د دوی فعالیتونه مثبت ارزولي او ویلي يې دي؛ اسلامي امارت له ۲۰ کلنې مبارزې وروسته خپل هدفونه ترلاسه کړي، نن په افغانستان کې اشغال ختم شوی، اسلامي نظام راغلی او د ورورولۍ او امن فضا په ټول هېواد ټغر خور کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

مولوي عبدالكبير ویلي، دا مهال اسلامي امارت په نړۍ کې شاوخوا ۴۰ سیاسي استازولۍ لري او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ بندرونه خلاص دي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، نړۍ د اسلامي امارت پر وړاندې په حقایقو پوهېږي او ورځ تر بلې سیاسي تعامل مخ پر زیاتېدو دی.

د لیدنې په پای کې مولوي عبدالکبير د لوګر ولایت مسولینو او ځوانانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې او غوښتنې به يې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.