د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې وی رونیکا بوسویک پوهار او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې وی رونیکا بوسویک پوهار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو خبرې کړي او ویلي يې دي، اروپايي ټولنه په بېلا بېلو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د شته ستونزو د حل پلوي ده.
نوموړې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ پر اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، اروپايي ټولنه هڅه کوي په کابل کې خپل فعالیتونه په اړتیا وړ برخو کې په اغېزناکه توګه ترسره کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د اروپايي ټولنې له مرستو په مننې ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له خپلې بودیجې د هېواد رغونه پيل کړې او د اقتصادي ځان بساینې لپاره یې هڅې کیږي.
مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ودې په حال کې بللي او ویلي یې دي، دا مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت ترڅنګ اسلامي امارت په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په پراختیایي، د نشه يي توکو لمنځه وړلو، د بدیل کښت، کاري زمینو برابرولو او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت په یوازې ځان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړي په دې برخه کې د نړیوالو مرستې اغېزمنې بللي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړې، اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسیدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.