ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت په علمي او تخصصي مرکزونو کې افغان کادرونه ګوماري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د اکمال تخصص له زده کړو څخه فارغ شویو څو تنو ډاکترانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو ډاکترانو د هېواد روغتیايي سکتور کې د نوښتونو او پرمختګ په یادولو سره ویلي، له پوهنتون څخه فارغ شوي ګڼ شمېر ډاکتران د تخصص بشپړولو هیله لري.

دوی زیاته کړې، اوسمهال په هېواد کې دننه د افغان کادرونو لخوا پيچلي روغتیايي عملیات ترسره کېږي او افغان ډاکتران په دې برخه کې د اسلامي امارت لا زيات ملاتړ غواړي.

يادو ډاکترانو په کور دننه د اکمال تخصص ملي پروګرام له فرصت څخه په خوښۍ ویلي؛ په دې برخه کې د جذب کچې له لوړېدو سره شونې ده، چې په افغانستان کې د متخصصو ډاکترانو د کمښت ستونزه حل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغان ډاکترانو سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري، د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري زمینو برابرولو ته هم ژمن دی.

مولوي عبدالکبير زیاته کړې، د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ په علمي او تخصصي مرکزونو کې په مناسبو امکاناتو د افغان کادرونو د ګمارنې هڅې پیل شوي دي.

د دې لیدنې په پای کې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال یادو ډاکترانو ته په خطاب کې ویلي، پر وړاندېزونو به یې غور وشي او له اړوندو ادارو سره به يې شریک کړي.