د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د اسلامي امارت له لوري د ۲۱ ستر مقیاس کانونو د اکتشاف او ایستنې چارې پیل شوې دي.
یاد معاونیت زیاتوي؛ په دې ایستنو کې اوسپنه، سرب او جست، سره زر، یاقوت، کرومایټ، سیمنټ، باریت او د ډبرو سکاره شامل دي.
د دې معاونیت د معلوماتو له مخې اوسپنه؛ د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ اوسپنې لومړی، دویم، درېیم او څلورم بلاک او د یاد ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې له کان څخه، سرب او جست؛ د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سربو او جستو کان لومړی، دویم او درېیم بلاک څخه، سره زر؛ د تخار ولایت چاه اب ولسوالۍ د سمتي سروزو کان او د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د قره زغن ساحې د سروزو کان څخه، یاقوت؛ د کابل ولایت د جګدلک سیمې د یاقوتو کان څخه، کرومایټ؛ د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د کرومایټو د لومړي، دویم او څلورم څخه، سیمنټ؛ د پروان ولایت د جبل السراج او د هرات ولایت د زنده جان ولسوالیو او د کندهار ولایت شوراندام سیمې د سیمنټو معدني موادو کانونو څخه، باریت؛ د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د چهار اولنګ سیمې د باریتون کان څخه او د ډبرو سکاره د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ د مسج چوبي او د اوبې ولسوالۍ د نایک سیمې د ډبرو سکرو له کانونو څخه ایستل شوې دي.
هیره دې نه وي، چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په ټول توان هڅه کوي، چې د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو پرېمانه داخلي سرچینو متکي کړي.