د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP-29) کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته سفر وکړ.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP-29) به سبا د روان زیږدیز کال د نوامبر د ۱۱ تر ۲۲مې نېټې پورې د اذربایجان پلازمینه باکو کې ترسره شي، چې د نړۍ دېر شمېر هېوادونو مشران، د چاپېریال ساتنې وزیران او متخصصین به پکې ګډون وکړي.
په (COP-29) کې د ګډون په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ مسلکي پلاوي اذربایجان ته سفر وکړ، چې دا د اسلامي امارت له راتګ وروسته لومړی ځل دی افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږي.
افغان پلاوی به په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون په برخه کې شته مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو له نړیوالو سره خپلي غوښتني شریکي کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص اذربایجان هېواد ته د سفر پرمهال وویل؛ موږ به کوښښ وکړو چې په (COP-29) کنفرانس کې د اجنډا اړوند د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو اړوند موضوعات له نړیوالو سره شریک او د افغانانو غږ به تر هغوی پوري ورسوو.
ښاغلي خالص د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د افغان پلاوي ګډون د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل؛ موږ به په پوره چمتووالي په دې کنفرانس کې برخه واخلو، هڅه به وکړو چې اعظمي ګټه ترې پورته کړو او له مختلفو جهتونو سره بحث او خبري وکړو.