ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په سړو سیمو کې د کلنۍ ازموینې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا!

دا چې ښوونیز کال د هېواد په سړو سیمو کې د پای ته رسېدو په درشل کې دی؛ د دې لپاره چې کلنۍ ازموینې په ښه توګه ترسره شي، اړینه بولو ترڅو د اساسي او ثانوي د ازموینې د لایحې د پوره رعایت لپاره لاندې مواردو ته په جدي توګه پاملرنه وشي:

له لومړي تر درېیم ټولګي پورې کلنۍ ازموینه د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې له ۲۶مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۶ کال د جمادي الاولې ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري پيل او د لړم میاشتې په ۳۰ مه چې د جمادي الاولې ۱۸مې نېټې سره سمون خوري، پای ته رسېږي.

له څلورم تر دولسم ټولګي پورې کلنۍ ازموینه د ۱۴۰۳ کال دلیندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه چې د ۱۴۴۶ کال د جمادي الاولې له ۱۹ مې نېټې سره سمون خوري پیل او لیندۍ میاشتې په ۱۵مه چې د جمادي الثاني ۳ مې نېټې خوري پای ته رسېږي.

په ازموینه کې د ګډون لپاره د لومړي ټولګي د زده کوونکو د حاضرۍ ضوابط ۵۰ سلنه، له دویم نه تر شپږم تولګي پورې ۷۰ سلنه او له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې ۷۵ سلنه اړینه ده.

د زده کوونکو لپاره د معقول عذر او قانوني تصدیق په لرلو سره د حاضرۍ ضوابط له لومړي تر شپږم ټولګي پورې ۵۰ سلنه او له اووم څخه تر دولسم تولګي پورې ۵۵ سلنه اړین بلل کېږي.

د زده کوونکو ګډون د ټاکل شوې سلنې پر بنسټ په ازموینه کې اصلي معیار ګڼل کېږي، په دې توګه لارښوونه کېږي، ترڅو ټاکل شوې سلنې په جدي توګه رعایت شي او په دې برخه کې د عرایضو او وړاندیزونو له وړاندې کولو څخه دې ډډه وشي.

د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړي دې د ازموینې له پروسې بشپړه څارنه وکړي او خپل توحیدي راپور دې د اړونده ولایتي ریاستونو له لارې ښوونې او روزنې معینیت سره د ازموینې د پای ته رسېدو څخه وروسته د لسو ورځو په ترڅ کې شریک کړي.

د ښوونځيو امرین او مدیران دې زده کوونکو ته لازم امکانات او مناسب چاپېریال رامنځته کړي، ترڅو زده کوونکي په پوره ډاډ سره په ازموینه کې ګډون وکړي.

په ازموینه کې دې د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره روڼتیا او عدالت پلی کړی شي.

په دې توګه د پوهنې ولایتي رییسانو ته لارښوونه کېږي، ترڅو د ازموینې په بهیر کې د اړوندو اصولو، لوایحو او پورتنیو لارښوونو سره سم لازم اجراات ترسره کړي.