ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له الماني پانګوالو سره د محمد اسماعیل فایز لیدنه؛ افغانستان کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو د پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز په خپل کاري دفتر کې د المان هېواد له پانګوالو سره لیدنه کړې او د پانګونې پر څرنګوالي یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې الماني پانګوالو خپلې غوښتنې او د پانګونې څرنګوالی په اړه خبرې کړي او د کور او ښار جوړولو وزارت څخه یې غوښتي، چې یاد وزارت دې ورته د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

محمد اسماعیل فایز پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، له نېکه مرغه اوسمهال افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې لپاره شرایط چمتو شوي دي او د داخلي پانګوالو ترڅنګ بهرني پانګوال هم کولی شي پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، په ځانګړې توګه د ښاري پراختیا او مسکن برخه کې تر بل هر وخت اړینه او ښه زمینه برابره ده او اړتیا ده، چې افغانستان کې د مسکن برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

دغه‌راز ښاغلي فایز له پاکستان او ایران هېوادونو څخه راتلونکو افغان کډوالو بهیر ته اشاره کړې، چې په خبره یې مسکن ته اړتیا زیاته لیدل کېږي او دغه برخه کې پانګونه هم ګټوره ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت به پانګوالو ته بشپړه زمینه برابره کړي، ملاتړ به یې وکړي او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړي، چې په ښاري پراختیا او مسکن برخه کې پانګونه وشي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په راتلونکې ناسته کې به د پانګونې پر جزیاتو او څرنګوالي خبرې وکړي.