د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې له یو شمېر محصلینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو محصلینو په هېواد کې د دوکتورا تر کچې د لوړو زده کړو پیل غوره ګام بللی او په نورو پوهنتونونو کې یې هم د دوکتورا په کچه د زده کړو د پیل غوښتنه کړې.
دوی د خپلو زده کړو او څېړنو لپاره شته اسانتياوې ستايلي او په ځينو نورو برخو کې يې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر له دغو محصلینو سره په لیدنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، افغان ټولنه ښه ظرفیتونه لري او اسلامي امارت د ځوانانو او کادرونو ښې روزنې ته پوره ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي نظام حاکمیت د هېواد د غوره راتلونکې لپاره یو ښه پیل دی او له شته سولې او امنيت څخه به د افغانستان د ابادي لپاره غوره استفاده وشي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، د بېلا بېلو پرمختګونو تر څنګ په سیاسي برخه کې هم پام وړ پرمختګونه شوي او په نږدې راتلونکې کې به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، په دې وروستو کې نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستلی دی.
سیاسي مرستیال ويلي، اسلامي امارت په ټولنه کې شته ستونزو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې حللارې لټوي.
دغهراز نوموړي د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې محصلینو ته ډاډ ورکړی، چې وړانديزونو ته به یې پاملرنه وشي.