د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې د کابل ملي شرکت رییس سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړولو پروژې په اړه خبرې شوي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عمر هېواد کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته د کابل ملي شرکت رییس لیوالتیا ستایلې او د برېښنا تولید شته فرصتونو او اسانتیاوو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
دغهراز د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د کابل ملي شرکت رییس ترمنځ دې لیدنه کې د تره خیلو سیمه کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړولو پروژې تخنیکي اړخونو، لګښتونو او ګڼو نورو اړخونو په اړه هم خبرې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا کورني تولید پراختیا لپاره پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي دي.