ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په تازه بریدونو کې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو پرون یکشنبه د غزې په شمال جبالیا کمپ کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر یوه استوګنیزه ودانۍ برید کړی، چې له امله یې د ۱۳ ماشومانو په ګډو ۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبریال ویلي، چې په یاده ودانۍ کې ټول میشت کسان شهیدان شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا برید ناڅاپه او له مخکیني خبرداري پرته شوی دي.

عیني شاهدانو ویلي؛ دا کور له هغو ښځو او ماشومانو ډک و، چې د غزې له بېلابېلو شمالي سیمو بې‌ځایه شوي وو او په دې ودانۍ کې یې پناه اخیستې وه.

پر دې سربېره اسرائیلي یرغلګرو د غزې په ښار کې یو کور په نښه کړی، چې یو فلسطیني چارواکی او د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یې د کورنۍ ۷ نور غړي پکې شهیدان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې پرون یکشنبه په ټوله غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو له ۳۶ ورځو راهیسې د جبالیا او بیت‌لاهیا کمپ په شمول د غزې شمالي سیمې محاصره کړې او د بشري مرستو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

د بشري حقونو ډلو د غزې په شمال کې د بشري ناروین او سخت وضعیت خبرداری ورکړی.

دوی الجزیرې ته ویلي، چې د غزې د شمال اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره هېڅ اړین توکي نه لري، ځکه چې د کلابندۍ له ۳۶ ورځو راهیسې له لږو روغتیايي توکو پرته هېڅ ډول خوراکي او بشري توکي نه دي ور رسېدلي.

دیرالبلاح کې د خوراکي خوندیتوب مسولین وايي، چې اوس د ورځې په منځني ډول ۵۰ لارۍ بشري مرستې را پرېښودل کېږي، حال دا چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې وړاندې په ورځني ډول ۵۰۰ لارۍ بشري مرستې را رسېدې. له دې توپیره ښکاري چې خلک له سخت حالت سره مخ او اړ دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۳ زره او ۶۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ زره او ۹۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د تېرې جمعې په ورځ ویلي، چې د فلسطیني شهیدانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.