ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: مسولین باید د هېواد ابادۍ ته لومړیتوب ورکړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (یکشنبه) د سرپل او پکتیکا ولایتونو له یو شمېر سيمه‌ییزو مسولينو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مسولینو ویلي، شپه او ورځ د اسلامي نظام د ټینګښت او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره خدمت کوي.

نوموړو زیاته کړې، په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې د مسولینو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره هڅې کېږي.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او د هغوی د مبارزې او قربانیو له برکته منځته راغلی دی.

 نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت ټول مسولین باید د خدای تعالی د رضا لپاره د ولسونو خدمت او د هېواد ابادۍ ته لومړیتوب ورکړي او په پوره اخلاص خپل مسولیتونه ترسره کړي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، د اسلامي امارت په لیکو کې هېڅ ډول ژبنی او سمتي تبعیض او توپير نشته او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه کتل کېږي.

سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې د سرپل او پکتیکا ولایتونو د ولسونو ستونزو ته به پاملرنه وشي.