ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر عبدالباري عمر او د اقتصادي معاونیت مسولینو لیدنه؛ پانګوالو ته پر اسانتیاوو برابرولو خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر رییس مولوي عبدالله عزام او د یاد دفتر ریاست مرستیال او د پانګونې کمېټې رییس مولوي ذبیح الله ناصر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پانګوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د پروژو چارو چټکتیا او پانګوالو ته هېواد کې د هر اړخیزو اسانتیاوو په برابرولو خبرې شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د ریاست الوزرا‌ اقتصادي معاونیت د دفتر رییس او د هغه مرستیال مولوي ذبیح الله ناصر څخه د مننې ترڅنګ د برېښنا ریاست او ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ترمنځ همغږي اړینه بللې او د دواړو لورو ګډې ناستې یې د چارو چټک پرمختګ او اسانتیاوو برخو کې ګټورې بللې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر هېواد کې د اقتصادي او صنعتي پر ځان بسیاینې لپاره برېښنا یو مهم عنصر یاد کړی، چې په وینا یې له همدې امله یې د برېښنا کورني تولید پراختیا لپاره پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او د اوږد مهاله اداري پړاوونو پر ځای یې ټولو برخو کې لازم لنډون رامنځته کړی دی.

ناسته کې هېواد کې د برېښنا پراختیايي پروژو چارو پیل، ستونزو، اسانتیاوو او کاري بهیرونو په اړه پر ګڼو اړخونو خبرې شوې او د اقتصادي مرستیال د دفتر رییس ته یې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د اقتصادي کمېسیون مرستیال د دفتر رییس او د هغه مرستیال ته د پروژو اړوند قراردادونو هر اړخیزې تخنیکي څېړنې او روڼتیاوو په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د انرژۍ تولید او شبکو پراختیايي چارو پروژو برخو کې ټول لازم تخنیکي او حقوقي څېړنو اړوند لازم تدابیر په پام کې نیسي.