د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف هغه څرګندونې په کلکه ردې کړې، چې ویلي یې دي د بلوچستان کوېټه ښار د ریل پټلۍ تمځای کې برید د افغانستان له خاورې شوی.
اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې دا هېواد دې خپلې کورنۍ ستونزې پخپله حل کړي.
ملا حمدالله فطرت ویلي: “پاکستان دې خپل مسولیت زموږ پر غاړه نه اچوي، او خپلو ستونزو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي.”
نوموړی زیاتوي؛ اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد و کاروي.
ورته مهال د پوځي چارو کارپوهان د پاکستان دغه ادعاوې استخباراتي لوبه بولي او وايي، چې دا هېواد په نړیوال سټیج د سیاسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کولو په هڅه کې دی.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تل ګاونډیو، سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې هېڅ وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجاره نه ورکوي او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې هېڅ یوه هېواد ته د افغانستان له خاورې کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.