د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو د فاریاب ولایت د عمومي وضعیت په اړه ویلي، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو د کوښښونو او زحمتونو په پایله کې خلک په دې ولایت کې په ارام فکر خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
دغهراز دوی په فاریاب کې د مدرسو، ښوونځیو او پراختیایي پروژو ته د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د فاریاب ولایت علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د اسلامي امارت اړوند مسولین خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هوساینې او ارامي د ټینګښت لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د یادو علماوو د غوښتنو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام د پورتنیو مواردو په برخه کې اړین اقدامات وکړي.