له افغان شخصیتونو سره د تماس او د هغوی د راستنولو کمېسیون په تېره اداره کې د پوځ د یو تن تورن جنرال حفيظ الله نظري په ګډون څو تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي.
د یاد کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکرالله ذاکر دغو راستنو شویو پخوانیو پوځیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت له عمومي بښنې وروسته له هیچا د پخوانۍ دندې او کړنو پوښتنه نه ده کړې او د بښنې فرمان په بشپړ ډول عملي شوی دی.
ښاغلي ذاکر زیاته کړې، د مصونیت د کارت له ترلاسه کولو وروسته ټولې حکومتي ادارې په ځانګړې همکارۍ کولو مسولې دي او د اړتیا په صورت کې د خوندیتوب کارت لرونکو سره اړینه همکاري کېږي.
له بهره راغلي پخواني لوړپوړي پوځيان هېواد ته د راتګ په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ مننه کړې او د افغانستان په کچه یې پر بشپړ امن خوښي څرګنده کړې ده.
دوی وویل، افغانان د جګړو پلوي نه دي او له اسلامي امارت سره د هېواد د ابادۍ او تلپاتې امن د ساتلو لپاره همکارۍ ته دوام ورکوي.