ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزیر میدان وردګ ولایت کې د مجاهدینو په فراغت غونډه کې ګډون کړی

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت د دشت ټوپ د پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز د اسلامي، پوځي، اخلاقي او روغتیایي زده کړو څخه ۲۶۱ مجاهدینو فراغتغونډه کې ګډون کړی.

خلیفه سراج الدین حقاني فارغ شویو مجاهدينو ته د فراغت مبارکي ویلې او د میدان وردګ ولایت د مجاهدینو د ستاینې ترڅنګ یې زیاته کړې، اسلامي پولیس د نظام او ولس خادمین دي.

قدرمن خلیفه صاحب فارغ شویو مجاهدينو ته په خطاب کې وویل، «ستاسو او ستاسو د همسنګرو ملګرو د میړانې له برکته په ټول هېواد کې امن راغلی دی او د استعمار ټغر ټول شوی دی».

د کورنیو چارو وزیر له فارغو منسوبینو غوښتي، چې له خپل ولس سره په خوښۍ چلند وکړي او په خبره یې چې، د شهیدانو د کورنیو پالنه وکړئ او د خپلو دندو پر مهال له غفلت او بې پروايۍ څخه ډډه وکړئ.

د مراسمو په پای کې فارغ شویو منسوبینو ته د مسولینو له لوري بری لیکونه او ستاینلیکونه وېشل شوي دي.