ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولو صدراعظم عثماني اوکرایني او اوزبیک پانګوالو ته د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولو صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د اوکراین او اوزبیکستان له یو شمېر پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو سوداګرو د عضوي سرې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادو سوداګرو لېوالتیا ستایلې او د لازمو همکاریو ډاډ یې ورکړی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.