ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو المواسي کې په خوندي اعلان شوې سیمه د برید په شمول د غزې بېلابېلې برخې په نښه کړې، چې له امله یې ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، صهیونیستي یرغلګرو پرون دوشنبه د خان یونس په لوېدیځ المواسي کې پر یوه قهوه خونه برید کړی، چې ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

دا سیمه له وړاندې د اسرائیلي عسکرو له لوري خوندي اعلان شوې وه.

دا برید ثابتوي چې غزه کې خوندي اعلان شوې سیمې هم خوندي نه دي او هر وخت د صهیونیستي یرغلګرو تر برید لاندې راتلای شي.

عیني شاهدانو الجزیرې ته ویلي: “خلک دې قهوه خونې ته تلل، تر څو له انټرنیټ او بهرنۍ نړۍ سره وصل شي، یا په لوی سکرین فوټبال لوبه وګوري. ډرون په دې قهوه خونه چې خلک پکې وو، لږ تر لږه دوه توغندي وویشتل. “

وړاندې هم مرکزي غزه خان یونس کې روغتیايي مسولینو ویلي، چې پرون دوشنبه د اسرائیلي یرغلګرو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې په شمال بیت‌لاهیا کې، چې د اکتوبر له پیل راهیسې په پوځي ډول محاصره دی، ډاکټرانو ویلي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې څلور فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره بیت‌لاهیا ته نږدې په کمال عدوان روغتون هم هوايي برید شوی، چې درې روغتیايي کارکوونکي پکې ټپيان شوي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۳ زره او ۶۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ زره او ۹۲۹ نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د شپږو مياشتو په موده کې د تایيد شويو مړینو نږدې ۷۰ سلنه قربانيان ښځې او ماشومان دي.