تېره ورځ (دوشنبه د ۱۴۰۳کال د لړم ۲۱مه) چې د ۲۰۲۴م کال د نوامبر له ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس COP29 پيل شو.
دا چې افغانستان د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د نړۍ په کچه شپږم زيانمن هېواد دی؛ خو له بده مرغه د اسلامي امارت له راتګ وروسته له اقليمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له افغانستان سره نړیوالو خپله همکاري بنده کړې او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې چاپېريالي پروژې يې ځنډولې دي.
د اقليمي بدلون ناوړه اغېزو ته په کتو کابل کې د رها موسسې لخوا د تجريد نه تر ادغامه پر ۲۹ نړیوال اقليمي کنفرانس د افغانستان د خلکو غږ تر عنوان لاندې د عدالت غوښتنې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي، د چاپېریال ساتني ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د امارتي ادارو استازو، د نړیوالو ارګانونو او موسسو مسولينو، د پوهنتون استادانو او متخصصينو، علمای کرامو، خصوصي سکتور او ټولنې استازو پکې برخه اخیستې وه.
غونډه کې د وړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو (رها) موسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د ګډونوالو هرکلی وکړ او د يادې غونډې د جوړېدو په اړه يې وویل، اقليمي بدلون اوسمهال په نړیواله کچه يوه لويه ننګونه ده او په افغانستان کې يې هم ټول سکتورونه په جدي توګه زيانمن کړي دي.
ښاغلي صديقي پر دنيا والو غږ وکړ، چې د اقليمي بدلون کنفرانسونو کې فعال ګډون غواړو ترڅو خپلې ستونزې هلته ورسوو.
نوموړي له رسنيو غوښتنه وکړه، چې د خلکو غږ دې په مثبت ډول تر نړیوالو او سیاست مدارانو ورسوي.
د غونډې په لړ کې د ځوانانو، ټولنو، کليوالو، خصوصي سکتور، متخصصينو، علماوو، ښځو او ماشومانو استازو خپل پيغامونه وړاندې کړل او له نړيوالو يې وغوښتل، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي او دا موضوع دې نه سياسي کوي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزي بهرنيان په افغانستان کې د اقليمي بدلون د منفي پایلو عاملين وبلل او ویي ویل؛ د ۴۵ کلنې تپل شوې جګړې په لړ کې د شوروي، امريکا او ناټو لخوا د ډول ډول بمونو او کيمياوي وسلو په کارولو سره د افغانستان مظلوم ملت او چاپېريال ته ډېر زيانونه اوښتي او دا د دوی مسوليت دی چې د افغانستان سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي سازمان UNDP رییس سټيفن هم د اقليمي بدلون په هکله خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به له اړوندو ارګانونو سره ګډ کار وکړو؛ ترڅو له نړيوالو مالي ميکانيزمونو څخه مرستې ترلاسه کړو.
د غونډې په پای کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې پاليسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زين العابدين عابد د اقليمي بدلون په تړاو وينا وکړه او ويې ويل؛ دا د ټولنې د مختلفو اقشارو غږ دی چې له نړيوالو څخه د تعاملاتو غوښتنه کوي، دا بشري موضوع ده او باید پاملرنه ورته وشي.
ښاغلي عابد زیاته کړه؛ سره له دې چې د پاريس په کنفرانس کې ژمنه شوی ټول هېوادونه به له اقليمي بدلون سره په ګډه کار کوي، خو له بده مرغه د اسلامي امارت له راتګ ورورسته نړيوالو له افغانستان سره همکاري بنده کړې او دا موضوع يې سیاسي کړې ده.
نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ، چې له افغانستان سره تعامل وکړي.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې پاليسي او مسلکي مرستیال وویل، افغانستان د اقليمي بدلون ناوړه اغېزو څخه د نړۍ په کچه شپږم زيانمن هېواد دی چې پر مختللو هېوادونو د فعاليتونو او د اشغالګرو لخوا په جګړو کې د ډول ډول وسلو کارولو له امله زيانمن شوی دی.
ښاغلي عابد د اذربایجان هېواد څخه مننه وکړه، چې د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس کې يې افغانستان ته بلنه ورکړې ده.