د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
دې غونډې ته د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه، چې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو بدلونونو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه.
د دې طرحې په عملي کېدو سره به افغانستان د چرګانو سکټور کې بشپړې ځان بساینې ته ورسېږي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته کار زمینه هم برابره کړي.
دغهراز یادې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د رغول شوو او تر بیارغونې لاندې امارتي سړو خونو راپور هم وړاندې شو او یاد موضوعات د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.