عرب او اسلامي هېوادونو سعودي عربستان کې د عربي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان په ګډه بېړنۍ ناسته کې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو “وحشتناک او ټکان ورکوونکي جنایتونه” غندلي.
دا ناسته د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۱مه) د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شوې، چې د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو ګډون پکې کړی و.
یادو مشرانو د یوې اعلامیه په خپرولو سره غزه تړانګه کې د اسرائیلي عسکرو کړنې په سختو ټکو غندلې دي.
دغهراز په یاده اعلامیه کې د نسل وژنې جنایتونه په ځانګړي ډول تېرې څو اونۍ د غزې تړانګې په شمال کې، شکنجه کول، اعدامونه، ورکېدل او توکمیز له منځه وړل غندل شوي دي.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په یاده ناسته کې ویلي، چې سلطنت په جدیت سره د فلسطیني وروڼو نسل وژنه ردوي.
نوموړي په غزه کې د اسرائيلو کړنې غندلې او “نسل وژنه” يې بللې ده.
محمد بن سلمان پر لبنان او ایران هم د اسرائیلو د بریدونو له امله نیوکې کړې او ژر تر ژره یې د اسرائیلي یرغلګرو د عملیاتو پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د عربستان ولیعهد پر نړیواله ټولنه غږ کړی، تر څو په فلسطین او لبنان دواړو کې د اسرائیلو بریدونه ژر تر ژره بند او د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو کې خپل مسولیتونه ادا کړي.
ښاغلي سلمان زیاته کړې، چې اسرائیل باید د ایران اسلامي جمهوریت د حاکمیت درناوی او په ملي حاکمیت یې له بریدونو ډډه وکړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسرائیلو غزه کې قحطي او لوږه رامنځته کړې او دا یې د نړیوالې ټولنې ناکامي ګڼلې، چې په غزه کې جګړه پای ته نه رسېږي.
غزه کې د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی، چې د سعودي عربستان لوړ پوړي چارواکي جدي غبرګون ښيي او پر اسرائیلو نیوکې کوي.
په دې ناسته کې منځني ختیځ کې د جکړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه شوې ده.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي تر څو منځني ختیځ کې جګړه پای ته ورسوي.
په دې غونډه کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د لبنان ولسمشر نجیب میقاتي، د نایجیریا او سوریې ولسمشرانو، د پاکستان لومړي وزیر او د ایران د ولمسشر لومړي مرستیال ګډون کړی و.