ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

درېیو شرکتونو افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ټي وي سي، ریګل ګروپ او یوه چینایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د لمریزې، ګازي او د ډبرو سکرو برېښنا اړوند پروژو په برخه د پانګونې او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه خبرې کړې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر په دې لیدنه کې د لمریزې، ګازي او د ډبرو سکرو برېښنا اړوند بېلا بېلې طرحې وړاندې کړې دي.

دغه‌راز ښاغلي عمر د یادو شرکتونو مسولینو سره لیدنې او د برېښنا اړوند طرحو باندې په ګډه کار کول یې د چارو د چټکتیا، اسانتیاوو رامنځته کولو او پانګونې ته د زړه ښه کولو برخه کې ګټورې بللې دي.

ورته‌مهال د یادو شرکتونو مسولینو افغانستان کې د برېښنا په برخه پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي يې دي، چې خپلې طرحې به د افغانستان برېښنا شرکت ته وسپاري.