ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاالله عمري: هڅه کوو چې افغانستان پر ځان بسیا او صادراتي هېواد شي

د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي مولوي قدرت الله ابو حمزه سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کرنې سرپرست وزیر د کونړ ولایت له مسولینو سره د کرنې وزارت د هغو پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې کړې، چې له بېلابېلو لارو د کروندګرو او مالدارانو د ژوند شرایطو د بدلولو په موخه ترسره کېږي.
ښاغلی عمري ویلي، هڅه کوو چې هېواد له وارداتي حالت څخه پر ځان بسیا او صادراتي شي.
نوموړي زیاته کړې، چې همدې موخې ته د رسېدو په موخه کرنیز سکټور کې د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د اصلاح شویو تخمونو وېش، د مالدارۍ په برخه کې د لبنیاتو سیسټم عصري کول، د طبیعي زېرمو په برخه کې د طبیعي زېرمو ساتنه او تلپاتې پراختیا، د اوبولګولو په سکټور کې د ډېرو اوبو مدیریت او له هغو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه او د ځمکې په سکټور کې د هېواد د ځمکو مدیریت او یووالي د کرنې وزارت موخې او پلانونه دي.
دغه راز د کرنې سرپرست وزیر ویلي؛ چې کونړ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ځنګلونو تر ټولو لویه برخه پکې موقعیت لري، او په وینا یې د دې ولایت د ځنګلونو د ساتنې دوامدارې پراختیا او اغیزمنې استفادې په برخه کې جدي کار ته اړتیا ده، تر څو ځنګلونه مو خوندي او لا پراخ شي.
د دې تر څنګ د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه په یاد ولایت کې د کرنې وزارت له پروګرامونو او خدمتونو هرکلی کړی او و یلي یې دي، چې ځنګلونه د هېواد په زرغونولو کې مهم رول لوبوي.
ښاغلي ابو حمزه زیاته کړې، چې د کرنې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو سره سم مو د هېواد د ځنګلونو او طبیعي زیرمو ساتنه کړې ده.