د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي؛ یاد وزارت هېواد کې د مخابراتي سکټور د ودې او مدیریت دنده په غاړه لري، چې په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلی د ولس د غوښتنو په اساس سیمکارټونه مدیریت او قانوني بڼې ته یې واړوي، نرخونو لپاره مشخص سقف وټاکي او لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي شرکتونو په توسط ۸۰۰ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې ؤسپاري.
عنایت الله الکوزی زیاتوي؛ تر زرو پورې له کاره لویدلي مخابراتي سایټونه بیاځلې ترمیم او ګټې اخسیتنې ته یې سپارل شوي او د ټي ډی اېف له بودیجې ۵۳۰ مخابراتي سایټونه، چې لرو پرتو او له مخابراتي اسانتیاو بې برخو سیمو لپاره پلان شوي وو اوس پرې عملا کار روان دی او ګڼ شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم چمتو شؤي.
ښاغلی الکوزی وايي؛ د مخابراتي شرکتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د هېواد په مخابراتي مارکېټ کې لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ بریالۍ مزایده ترسره شوه. چې درېیو مختلفو بانډونو کې ۴۸ مګاهرتز فریکونسي د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوه، چې له مخې به یې مخابراتي شرکتونه هېواد کې مخابراتي کیفیت لوړ او 4G خدمتونه به وړاندې کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند زیاتوي؛ دې وزارت یو ځل بیا د مخابراتي شرکتونو ارزونه ترسره کړې، چې له مخې به یې یو ځل بیا نوی سقف ټاکل کېږي انټرنټي او مکالماتي بیې به ټیټې او هېوادوالو ته به په نويو ټاکل شویو نرخونو خدمات وړاندې کېږي.