د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري په یاد ریاست کې له ۲۸ ولایتونو۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار پای ته ورسېده.
د دغه سیمینار د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د المپيکي چارو مدیر داد محمد پاینده اختري، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ووشو ملي فدراسیون رهبري پلاوي او د ورزش ادارې زیات شمېر مسولینو ګډون کړی وو.
د یاد سیمینار د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس ورزشکارانو ته د ورزش ادارې د رهبري په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ په وروستیو کې افغانستان د ورزش په برخه کې وکولی شول، چې په ملي او نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې ولري، همدارنګه دغه ډول ښوونیز کورسونه او سمینارونه د ورزش د معیاري کېدو لپاره ګټور دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د ورزش د ارزښت په اړه ویلي؛ نن ورځ د هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي تګلارو ترڅنګ ورزش هم ډېر مهم دی.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې د غوره لوبڅارۍ له امله د تېرو کلونو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرو او نن ورځ ورزش مو له مرکز څخه ولایتونو ته او له ولایتونو څخه ولسوالیو ته خپور شوی دی.
دغه سمینار د ووشو ملي فدراسیون د فني مرستیال احسان احمد کروخي له لوري وړاندې شو، چې ګډون کوونکو ته پکې د ساندا سیالیو د نوې لوبڅارۍ، فورم برخه کې د تالو زده کړې، د درجه بندۍ په سیستم او د نظري او عملي روزنې په موضوعاتو خبرې شوې دي.
یاد سمینار روزونکو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی و، چې څلور ورځې یې دوام کړی.
د سمینار په پای کې ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته د ووشو ملي فدراسیون د رهبري له لوري ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.