مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي د پطروناس (د مالیزیا د تېلو او ګازو) سترې کمپنۍ له مشر داتو انجنیر باچو پیلونګ سره لیدنه کړې.
ښاغلي احمدي په پیل کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او د هېواد د نفتي زېرمو احصایې او ګڼ شمېر نورو مسایلو باندې یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.
دغهراز د کانونو او پټرولیم وزارت سره د مسولینو په تخنیکي روزنه، ظرفیت لوړونه، د کانونو او ګازو د استخراج، اکتشاف او قرارداد ورکولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ښاغلي داتو پیلونګ د افغانستان طبیعي زېرمو د وروستیو ارقامو له اورېدو وروسته ویلي، چې دا ارقام په ټوله سیمه کې لوړ ارقام دي او په دې برخه کې کار کول د افغانستان پر اقتصاد خورا پیاوړی مثبت رول لرلای شي.
نوموړي په یادو شویو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند تخنیکي مسولینو روزنې ته چمتو دي.
په یاده ناسته کې له افغانستان سره د همکارۍ پیلولو او دوام او د کانونو او ګازو د استخراج په برخه کې د پانګونې په تړاو ژمنې شوې دي.
پطروناس په مالیزیا کې د تېلو او ګازو ستره کمپنۍ ده، چې په لسګونو بهرنیو هېوادونو کې یې پانګونه کړې ده.