ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزیر د یونیسف او روغتیا د برخې له تمویلوونکو ادارو له استازو سره لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یونیسف او روغتیا د برخې له تمویلوونکو ادارو له استازو سره ناسته ترسره کړه.

 په دې ناسته کې، چې د څېړنې او ارزونې ریاست مسولینو هم شتون درلود، له لوري یې په ولایاتو کې د لومړنیو (BPHS) او اړینو (EPHS) خدماتو د ارزونې پایلې د چمتو شوي پریزینټیشن په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت دنده وبلله او په همدې موخه یې روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو رسول، په مراکزو کې د اړینو طبي تجهیزاتو شتون او ترمیم، روغتیايي پرسونل ته د ریفریشر روزنیزو ټریننګونو ورکول او د مسلکي پرسونل ګمارل اړین یاد کړل او د یونیسف او تمویل کوونکو ادارو له استازو یې وغوښتل، چې دې برخو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

بل لور د یونیسف او تمویلوونکو ادارو د استازو له لوري په یادو برخو کې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.