د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان بانک له لوري «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې د پانګونې د تشویق او د کارونو د رامنځته کولو په اړه جوړ شوي ملي کنفرانس کې ګډون وکړ.
په دغه کنفرانس کې د کابینې یو شمېر غړو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو او کورنیو موسسو مسولینو او یو شمېر ملي پانګوالو او سوداګرو هم ګډون کړی وو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډه موخه ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ اسلامي امارت په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچې کمول خپل مسولیت او لومړیتوب ګڼي، چې پر همدې اساس د وړو کاروبارونو د ملاتړ او د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلونو موسسو د څارنې او تنظیم لپاره مقرره جوړه شوې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دغه کار نه و ترسره شوی.
د ښاغلي برادر اخوند په خبره؛ په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګښت او د شفافیت پر رامنځته کېدو سره اوس له بل هر وخت دې ته ښه زمینه برابره شوې، چې د وړو تمویلونو سکټور له لارې له عامو خلکو سره مرستې ترسره او هغوی ته د کار زمینه برابره شي.
ملا عبدالغني برادر اخوند یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل؛ د وړو تمویلونو ملاتړ او ورسره ګډ کار کول ځکه ډېر مهم دی، چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري.
د دغه سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزلو خلکو سره مرسته ترسره او هغوی ته د کار زمینه برابرېږي، چې له دې سره د بې وزلۍ، بېکارۍ او ټولنیزو ستونزو کچه راټیټېږي او په پایله کې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د دغه کنفرانس له لارې پر نړیوالې ټولنې، تمویلوونکو ادارو او همدارنګه شتمنو افغانانو غږ وکړ، چې د وړو تمویلونو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي.
همدارنګه عام خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو لرونکي هم کولی شي، چې د وړو تمویلونو موسسو له جوړې شوې مقررې څخه ګټه پورته کړي او خپل کاروبار پیل او یا پراخه کړي.
د یادونې وړ ده چې د وړو تمویلونو موسسو په جوړه شوې مقرره کې د تمویل د ترلاسه کولو شرایط اسانه شوي، څو د لېرې پرتو سیمو بې وزله خلک وکولي شي چې تمویل ترلاسه کړي او دا لړۍ به د هېواد ټولو سیمو ته وغځول شي.