حزبالله اعلان کړی، چې د لومړي ځل لپاره یې د اسرائیلو د هوايي پوځ پر یوه ستره اډه توغندیز برید کړی.
پرس تلویزیون هم پرون سېشنبه (د نومبر۱۲مه) راپور ورکړی، چې حزب الله د حیفا ښار په سویل کې د اسرائیلو د هوايي پوځ پر مرکز ‘هفوټریم’ برید کړی.
حزبالله ویلي، چې برید یې دقیق او بریالی و.
یاد غورځنګ زیاته کړې، چې د اسرائیلو په شمال کې یې هم سخت هوايي بریدونه کړي دي.
حزبالله دا برید د ‘خیبر’ عملیاتو د لړۍ یوه برخه ګڼلې، چې د اسرائیلو معلوماتي اډې او نورې ستراتیژیکې سیمې به پکې په نښه کېږي.
اسرائیلو دا بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې په ‘نهاریه’ سیمه کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
حزبالله په دې وروستیو کې د اسرائیلو پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه سخت کړي.
دې غورځنګ لا له وړاندې روښانه کړې او ویلي یې دي؛ تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، تر څو چې غزه او لبنان کې د اسرائیلي رژیم له لوري نسلوژنه پای ته نه وي رسېدلې.