د ټولګټو وزارت وايي؛ د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د هلمند ولایت اړوند د دوه محرابه مسجدونو د رغونې چارې د څه باندې ۶۷.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د هلمند ولایت په نادعلي او واشېر ولسوالیو اړوند سیمو کې د دوه محرابه مسجدونو د رغونې چارې د یاد وزارت د یو شمېر رییسانو او سیمه اییزو مسولینو په شتون کې پیل شوې.
د نادعلي ولسوالۍ اړوند مسجد د نوید نوري ودانیز خصوصي شرکت سره د څه باندې ۳۳.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او د واشېر ولسوالۍ اړوند مسجد د دامان پوپلزي ودانیز خصوصي شرکت سره د څه باندې ۳۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوي دي، چې د رغونې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي، چې د هر یو مسجد لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنه (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي) لمونځ کوي او ټول تاسیسات به یې په سولریزې برېښنا سمبال وي.