د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن په خپل کاري دفتر کې د هالنډ هېواد له پانګوالو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې هالنډي پانګوالو د نفت او ګازو په برخه کې خپلې تجربې او هر اړخیز معلومات شریک کړل او دغه راز یې د افغانستان د نفت او ګازو د اکتشاف، ایستنې او له هغو څخه د انرژۍ د تولید، د نفتو د پروسس د معیاري کارخونې د جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د دوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او د کانونو د کړنلارې له مخې یې ورسره د هر راز قانوني همکاریو ژمنه وکړه.