ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بامیانو کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه شوې

په بامیانو کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه تېره ورځ په داسې حال کې تر سره شوه، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد او د یاد ولایت بیلابېلو نظامي او ملکي مسولینو، رییسانو، علماوو، ځوانانو او زرګونه ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.

د غونډې پر مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ دا نظام د دې ملت له منځه را پورته شوی او د زرګونه شهیدانو د قربانیو په پایله کې حاکم شوی دی، چې له کبله یې زرګونه کونډې، یتیمان او بې سرپرستان را پاته دي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ او تاسې باید په ګډه هڅه وکړو چې د خپل نظام حفاظت او ساتنه وکړو، ترڅو د سرونو په قربانیو ګټل شوی اسلامي نظام د همېش لپاره په دې خاوره مستحکم پاته شي.

مولوي عبدالکبیر له نړیوالو سره د ښه تعامل یادونه کړې او ولسونو ته یې د ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره مثبت تعامل او نیکې اړیکې لري.

ورپسې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد د ملي يووالي پر ټينګښت، د قومونو ترمنځ  د لا زیاتې همغږۍ، نږدېوالي او ورورګلوۍ ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ نن د هغو شهیدانو ارمانونه پوره شول، چې د محمدي بیرغ او اعلا کلمة الله لپاره یې ځانونه د سرو سکروټو مخته کول او په تش لاس یې د کُفري ځواکونو مقابله کوله.

د غونډې په اوږدو کې د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي سربېره ولسي وګړو هم خبرې کړې دي او د اسلامي نظام د پر ثبات او ولسي همغږي یې ټینګار کړی.

مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ د کرنې وزارت د هېواد د کرنیز سیستم د عصري کولو، کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او سړخونو د جوړولو په برخه کې پوره کوښښ کوي او ژر ده، چې افغانستان به د کرنیز سکتور په برخه کې ځان بساینې ته ورسېږي.

ولسي وګړو باميان د علم او فرهنګ کور بللی او د برېښنا، سړک جوړونې او ځوانانو ته د کاري زمینو د رامنځته کولو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.