ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص د اقلیمي بدلون سره د غرنیو سیمو د ادغام د څرنګوالي غونډه کې ګډون وکړ

د قرغزستان، نیپال، منګولیا او اذربایجان هېوادونو لوړپوړ چارواکو له‌خوا د اقلیمي بدلون سره د غرنیزو سیمو د ادغام د څرنګوالي غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ګډون وکړ.

یاده غونډه، چې د قرغزستان او اذربایجان جمهوریتونو په نوښت جوړه شوې وه، د یادو هېوادونو ولسمشرانو او وزیرانو په شمول د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ تخنیکي پلاوي هم پکې ګډون درلود.

په دې غونډه کې د غرنیو سیمو د وضعیت د څېړنې، د غرنیزو سیمو دوامداره پراختیا، د طبیعي یخچالونو د ویلې کېدو، پر ایکوسیستم او ژوند بڼو د اقلیمي بدلون د اغېزو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

همدا راز د غرنیزو سیمو د ایکو سیستمونو د ساتنې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون په اجنډا کې د غرنیزو سیمو اړوند موضوعاتو شاملول، د اقلیمي بدلون ناوړه اغیزو راکمولو، اقلیمي بدلون سره د سازښت او په دې برخه کې د عملي اقداماتو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.