ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد تېره ورځ (چهارشنبه د ۲۳ لړم ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو مسولینو ویلي؛ په هېواد کې ټولې فعالې رسنۍ د اسلامي امارت له رسنیزې پالېسۍ سره سم فعالیت کوي او هڅه یې داده، چې د حقایقو او ريښتینو معلوماتو په خپرولو سره، له یوې خوا د نظام له لاسته راوړنو څخه ولس او نړیوال خبر کړي او له بل لوري د بېګانه او پردیپاله رسنیو د منفي او بې بنسټه تبلیغاتو مخنیوی وکړي.

 دغه راز یاد مسولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو یادونه کړې او د اسلامي امارت له ویاند څخه یې غوښتي، چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې ور سره مرسته وکړي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په ننني عصر کې د رسنیو له اهمیت څخه واقف او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته په بشپړ ډول ژمن دی.

نوموړي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزو ته د رسېدنې په اړه ډاډ ورکړی او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ یې د همکارۍ او تعامل پر زیاتوالي ټینګار کړی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ اسلامي امارت په دوامداره ډول هڅه کوي، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې په هېواد کې د رسنیو فعالیت ته لا ښه زمینه برابره کړي.

 په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.