د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه هالنډي شرکت تي، وي، سي – یونایټید له مسولینو سره لیدنه کړې.
په لیدنې کې د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې شوي.
د یاد شرکت مسولینو ویلي، ليواله دي چې له نوي ټکنالوژيو څخه په ګټې اخیستنې سره د ځمکې د تودخې له سرچینې څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژي وزیر د یاد شرکت د مسولینو د لېوالتیا هرکلي کړی او دوی ته یې د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړی.
ملا عبداللطیف منصور ټینګار کړی، چې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو او د پروژې د پلي کولو په موخه دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره اړینې ارزونې ترسره کړي، د اړینو ارزونو او هوکړو د ترسره کولو وروسته به د دواړو لورو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک او نور اقدامات ترسره شي.