د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا یوې استیناف محکمې د ایران مرکزي بانک له لوري د امریکایي سرتیرو کورنیو ته ۱.۶۸ میلیارد ډالرو تاوان (غرامت) ورکړې حکم لغوه کړ.
دا حکم د امریکا فدرال یوه قاضي د هغو ۲۴۱ امریکایي سرتېرو په حق کې صادر کړی و، چې د ۱۹۸۳ کال پر مهال بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوه اډه هوایي برید کې ټپیان او وژل شوي وو.