د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په خپل کاري دفتر کې د DACAAR موسسې له ریيس جاوحان پال مورس(John paul Morse) او پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د څښاک اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي په اړه خبرې شوې دي.
د یادې موسسې مسولینو په افغانستان کې د څښاک اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي په برخه کې همکاري ته لېوالتیا ښودلې.
په ورته مهال د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال د هغوی د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو د تغذيي په اړه د دغه وزارت پروګرامونو ته په اشارې، له هغوی سره په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه کړې.
دغهراز د لیدنې په پای کې د دواړو لوریو د عملي چارو د پیل په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک کېدو ټینګار کړی.