د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې عمومي رییس مولوي سید برات شاه اغا ندیم او ورسره مل پلاوي د جنوبي اسیا د مقرارتي ادارو په ۲۵مه غونډه کې ګډون په موخه هند هېواد ته تللی دی.
دغه غونډه چې د هند هېواد په کوربه توب جوړه شوې ده، د سویلي اسیا د مقرراتي ادارو رییسانو او ټاکل شویو استازو پکې ګډون کوي.
یاده غونډه چې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۱ تر ۱۳ به دوام وکړي، د سیمې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د معلوماتو او تجربو شریکولو، او تکنالوجۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او خبرې وشي.
د جنوبي اسیا د مقرراتي ادارو غونډه هر کال جوړيږي او موخه یې د جنوبي اسیا په کچه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د قوانینو او مقرراتو همغږي کول او د نړیوالو معيارونو سره د سیمه ایزو خدمتونو تطابق دی.
د افغانستان مخابراتي خدتونو د تنظیم اداره به په دې غونډه کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د پرمختګونو، ننګونو او راتلونکي پرمختګونو په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د مخابراتو سکتور په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او اترا اداره هڅه کوي چې په دې سکتور کې د نړیوالو معیارونو سره سم لا ګړندي ګامونه پورته او د سیمې هېوادونو په قطار کې ودریږي.