ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‎د ازموینو ملي ادارې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ترمنځ د ازموینو تخنیکي سیستم جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

‎یاد هوکړه لیک د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ترمنځ لاسلیک شو.

‎په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د ازموینو ملي ادارې رییس دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د یاد سیستم په جوړولو خوښي وښوده او د هېواد د ځان بساینې کولو په برخه کې یې خورا مهم ګام وبللو.

‎دغه راز ښاغلي حقاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له همکارۍ مننه وکړه او د هوکړې د ټولو مادو د عملي کولو غوښتنه یې وکړه.

‎همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ټکنالوژۍ په ارزښت او ډیجیټل حکومتولۍ خبرې وکړې او په اوسني عصر کې یې د سیستمونو له لارې د چارو ترسره کول د ولسونو لپاره یوه مهمه برخه یاده کړه او د ازموینو ملي ادارې سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

‎د ازموینو ملي ادارې د ازموینو سیستم په ټولیز ډول د هېواد په کچه د ازموینو داوطلبانو ځواب پاڼو ته د نمرو ورکولو، ګڼو پوهنځیو ته د نمرو په اساس د محصلینو د وېش تفکیک او د نمرو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.